انصار:( د لړم ۱۶مه)، د دوشنبې په ورځ د ابن سینا د څېړنو او او پراختیا مرکز له خوا د افغانستان راتلونکې اقتصادي پراختیا نړیوال درې ورځنی کنفرانس پیل شو.
د یاد مرکز چارواکي وايي، د یاد کنفرانس یوازنی هدف د افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره د ستراتیژیکو پلانونو جوړول او حکومت ته یې د تطبیق په هدف سپارل دي.
د ابن سینا د څېړنو او پراختیا مرکز استازي عبدالفتاح روفي په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت ښه فرصت برابر شوی چې په اقتصاد او ګڼو نورو برخو کې ښه پرمختګ وشي.
نوموړي زیاته کړه، یاد مرکز غواړي په افغانستان کې پر هغو سکټورونو کې کار وکړي چې اوس مهال افغانان او افغانستان ورته اړتیا لري.
« دغه پلان چې چمتو شوی، اته برخې لري چې کرنه، انرژي، ټرانسپورټ، روغتیا او زده کړه او نور دي چې نن سه شنبه د لړم ۱۶مه به پرې بحثونه کېږي چې هره برخه یې د افغانستان لپاره داسې وړاندیزونه کړي چې افغانستان به پر ځان بسیا شي.»
د طالبانو حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم د یاد مرکز له هڅو او کنفرانس څخه هرکلی وکړ او له ټولو هغو افغانانو چې په بهرنیو هېوادونو کې پانګوونې لري، غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي او د هېواد په ودانولو کې ونډه واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي یاد کنفرانس د افغانستان د پرمختګ لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه چې دوی د یاد مرکز له هڅو هرکلی او ملاتړ کوي.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولي شي چې خلکو ته یې د زده کړې او تعلیم زمینه برابره او په دې برخه کې هېڅ ستونزه او محدویت نه وي.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین مولوي عبدالقهار ادریس هم جوړې شوې غونډه کې وویل چې یاد وزارت د ابن سینا د څېړنو او پراختیا مرکز او د دا ډول کنفرانسونو هرکلي کوي او هر ډول ملاتړ ته یې چمتو دي.
په یاده غونډه کې د طالبانو حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له ټولو هغو افغانانو چې په بهرنیو هېوادونو کې پانګونه کوي او خپله انرژي د نورو هېوادونو لپاره مصروفوي؛ غوښتنه وکړه چې خپل هېواد ته راوګرځي او د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28310